
ایکنا نیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړ،  دغه تلاؤت چې د استاد عبدالباسط له رحلت مخکې په مراکش کې ریکارډ شوی ؤ،په صر کې د رسانۍ د ملی ادارې له مشر احمد المسلماني سره د طارق عبدالباسط عبدالصمد په کتنې کې هغه ته ډالۍ شوه.
  په ورش روایت سره دعبدالباسط مرتل قرآن،د شیخ محمود خلیل الحصري له تلاؤت وروسته په دغه روایت د قرآن کریم دوهم مرتل تلاؤت دی.
دغه روده  د قرآن کریم د تلاؤت لپاره یو متواتر روایت دی چې د افریقا په شمال اولویدیځ کې او د آسیا په ځينو سیمو کې دود دی. له عاصم څخه د حفص روایت  هم  د تلاؤت لپاره  یو بل متواتر روایت  دی  چې په مصر او ختیخي عربو کې دود دی.
همداراز د ۲۰۲۵میلادي کال له جنورۍ څخه  د د عبدالباسط د اته نویمې زوکړې په مناسبت د لومړي ځل لپاره  له نافع  ورش روایت سره د قرآن کریم ترتیل، لومړی ځل لپاره د مصر د قرآن له ریډیو څخه د ددغه مصري قاری  په غږ سره خپریږي.
 عبدالباسط په غږ سره  د قرآن دترتیل خپریدا  د مصر د قرآن ریډیو د نوی مشر به توه د اسماعیل دویدار له منصوبیدا وروسته  ترسره کیږي.
استاد عبدالباسط  په ۱۹۸۴کال کې د مصر د قاریانو د اتحادئې د لومړني مشر به توګه وټاکل شو او  د روژې په مبارکې میاشتې کې  یا په نورو میاشتو کې ئې نورو هیوادونو ته د قرآنی محفلونو د ترسره کولو لپاره یا د نورو په بلنې سره سفرونه کول.
https://iqna.ir/fa/news/4256843